IQNA

د  اسلامی انقلاب د حکیم او مقتدر رهبر ریښتوني ژمنه  پوره شوه

16:42 - April 14, 2024
د خبر لمبر: 3489045
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي د صهیونیسټ رژیم په ضد د قدرتمنو  او پیاوړو عملیاتو پسې  په یوه پیغام کې روښانه کړه ، بیګا د  اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو میړنیو او غیورو  بچیانو ، د هیواد د درستو سیاسی او پوځي  برخو په ملګرتیا او غږملتیا سره ، د ایران داقتدار  د ت اریخ یوه نوي صفحه  وپنځوله  او  وحشي صهیونیسټي دښمن ته ئې  عبرت اخستونکی درس ورکړ  او د هغو تیریګرو رټل چې  د اسلامی انقلاب ستر  او حکیم لارښود  ئې ریښتیني ژمنه ورکړې وه ، پوره شوه.

ایکنانیوز د ولسمشرۍ د دفتر له قوله راپو رارکړ،د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریسی په خپل پیغام کی وویل که د اسرائیلو نسل وژونکی  رژيم خپل سره  چلند وکړي نو پرېکنده او لا سخت ځواب به ورکړي.

ښاغلی رئیسي وویل د تیري کوونکي سزا چې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر صادقانه ژمنه وه پوره شوه او د ایران د اسلامي جمهوریت تکړه وسله وال ځواکونوپه پوره قدرت  سره د صهیونیسټانو پوځي هدفونه په نښه کړي دي .

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې خبرې په ټینګار سره چې نن سهار په  صهیونیسټي رژیم د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د حملې پیغام د اسلامي امت لپاره اقتدار  او د بشریت د دښمنانو لپاره ویره او ذلت وو  وویل: ایران په تیرو شپږو میاشتو او په تیره بیا په وروستیو  لسو ورځو کښې د صهیونیسټ رژیم د پرله پسې سرغړونو په مقابل کښې د ملګرو ملتو د امنیت شورا او سیمه ایزو امکاناتواو ازارونو  استفاده وکړه چی د نړیوالې ټولنې پام  د صیهونیستی رژیم قانون ماتونو او خلاف ورزیو ته راواړی خو له بده مرغه امنیت شورا د امریکا او ځینو نورو ملاتړو ترنفوذ لاندې ده او  په دندو کې پاتې راغلی ده.

رئیسي په دې خبرې په ټینګار سره چې د ایران قدرت د امنیت ځواک دی او د سیمې د هیوادونو او ولسونو د ګټو د دفاع په خدمت کښې دی زیاته کړه د ایران اسلامي جمهوریت هوډ لري چې د ګاونډیتوب سیاست ته وده ورکړي او له ایران سره د دوستۍ او ملګرتیاو پراختیا ومومي .

اتحاد تاریخی و سرنوشت ساز قالیباف و رئیسی + تصاویر - تسنیم

دا په داسې حال کې دي چې د ایران د اسلامی شورا مشر هم وویل د ایران په ډیپلوماټیکو ځایونو باندې د اسرائیلو د رژیم د تیري په ځواب کښې د اسلامی جمهوریت پوځی اقدام د ملګرو ملتو د منشور پراساس وو او که دا کار تکرار شی نو راتلونکی غبرګون به ډیر سخت  وی.

په راپور کې وئيل شوي دي ، د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف نن د پارلمان په څرګنده  غونډه کښې د صهیونیسټي رژیم په مورچو او پوځي مرکزونو اوتاسیساتو باندې د ایران د وسله والو ځواکونو د حملو په غبرګون کښې زیاته کړه. دصهیونیسټ دښمن په مقابل کښې دایران دخلکو ګوزار پیاوړی او ښوونکی وو .

قالیباف په دې خبرې په ټینګار سره چې د اسرائیلو له غاصبینو اوماشونو وژونکی رژیم  غچ اخیستنې د نړۍ په مسلمانانو کښې د خوشحالۍ او ویاړ  څپې رامینځته کړې دي .

په همدې حال کښې د ایران د اسلامی شورا استازیو د مرګ په اسرائیل او مرګ په امریکا په شعارونو سره د صهیونیسټ رژیم په  ډیپلوماټیکو ځایونو د تیری  په وړاندې د ایران د وسله والو ځواکونو د پوځي اقدام ستاینه  او قدرونه وکړه.

په ملګرو ملتو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت استازی اعلان وکړ چې د ایران پوځی اقدام د ملګرو ملتو د منشور د ۵۱ مادې په اساس په دمشق کښې د ایران په ډیپلوماټیکوځایونو باندې د صهیونیسټ رژیم د تیری د مشروع دفاع او ځواب په هکله دی.

https://iqna.ir/fa/news/4210309 

captcha